ایکنا – دغدیر واقعه د اسلام دتاریخ یوه ترټولو ستره پیښه او د جُحفه سیمې (له مکې د مدینې په لور په لاره کې )په کابو پنځه کلومیټرۍ کې د غدیر جومات هم د اسلامی نړۍ دیوې لوئې پيښې یوه نښه ده،که څه هم نن سبا دغه ټاټوبی، یوه متروکه سیمه ده او وهابی بهیرونه د نړیوالو له افکارو ددغې پيښې د وینځلو هڅه کوي، خو د پیغمبراکرم(ص) په حجةالوداع کې د غدیر خم سیمه د اسلام د تاریخ د یوې ترټولو لوئې پيښې شاهده ده چې هیڅکله به د مسلمانانو له خاطرې ونه وځي.
د خبر لمبر: 3489493 خپرونې تاریخ : 2024/07/09
ایکنا- په نجف اشرف کې علوی مقدس آستان د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د عراقي اونړیوالو قاریانو په شتون سره د قرآني محفل د ترسره کولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488516 خپرونې تاریخ : 2024/01/03
ایکنا-(تهران) داسلامی انقلاب معظم لارښود د ؛فرښتو د جشن ؛په نامې سره له معنویّت او تاندوالي په ډکو دستورو کې تازه مکلف شوي او بلوغت ته رسیدلي ګل غوټیو ته په خطاب کې روښانه کړه،تاسو په دغې لوئې مبارزې کې چې د ایران ملت له ظلم ،بدبختیو او توپیر سره پيل کړې، غوره رول ولوبوئ،هماغه شان چې له تاسو مخکینو میرمنو هم ډير زیات رول لوبولی دی او اوس خلک په کتابنوو کې د هغوي د لوي رول په مطالعې کولو سره ، د اسلامی انقلاب د کلونو په اوږدو کې د هغو له ډيرو زحمتونو اوکړاؤنو خبریږي.
د خبر لمبر: 3486851 خپرونې تاریخ : 2023/02/05